له افغان حکومت نه د ځوانانو ګیلې


b060921b 21st September 2006 First NATO-Afghan Student Forum takes place at NATO headquarters, Brussels.

ډېری ځوانان له خپل دولت نه ګیله من دي او وايي د دوی ستونزو ته یې سمه پاملرنه نه ده کړې.

د دوی دا ادعا تر ډېره بریده سمه هم ده.

په دې تيرو ۱۲ کلونو کې په میلیاردونو ډالره افغانستان ته راغلل خو اوږد مهاله کارونه و نه شول، چې اقتصاد ته یوه باثباته او تلپاتې وده ورکړي او ځوانانو ته کارونه پیدا شي.

همدارنګه کوم لنډ مهاله کارونه چې شوي هم دي، د هغو په اړه هم داسې اټکلونه کيږي چې د بهرنیو مرستو په درېدو او یا کميدو به له منځه لاړشي.

حکومت کولای شوای په هغو پیسو د هيواد تعلیمي نظام پیاوړی کړي، نور ښوونځي او پوهنتونونه جوړ کړي او ځوانانو ته اوږد مهاله کاري شونتیاوې برابرې کړي.

ځکه چې زده کړه او کار د ځوانانو له لویو ستونزو څخه دي چې دوی یې نهیلي کړي دي.

که څوک له ښوونځي فارغېږي، نه پوهېږي چې په کانکور کې به کامیابېږي او که نه، اوکه په کانکور کې بریالي شي، او له پوهنتونو فارغ شي نو دا غم ورسره وي چې کار به ورته پیدا کيږي او که نه.

په دې تيرو ۱۲ کلونو کې په میلیاردونو ډالره افغانستان ته راغلل خو اوږد مهاله کارونه و نه شول، چې اقتصاد ته یوه باثباته او تلپاتې وده ورکړي او ځوانانو ته کارونه پیداشي.

دغه نهیلي له ځوانانو سره دا اندېښنه پیداکوي چې ګنې په ټولنه کې د مثبت او رغنده رول لوبولو وړتیا نه لري.

په لویه کې، افغان ځوانان په سیاست کې ډېر ښکيل نه دي. دوی په پټو سترګو د هغه چا پلوی کوي چې د لویانو له خوا ورته ویل کيږي.

اکثره دا ځوانان په خپل سر پرېکړه نه شي کولای، او ډېری یې په قومي، سمتي او ژبنیو بنسټونو د چا ملاتړ او یا مخالفت کوي، که هزاره وي نو هزاره ته رایه ورکوي او که پښتون وي نو پښتون ته او که تاجک وي نو تاجک ته.

دې ته پام نه کوي چې د دغه کاندید کړنلاره څه ده، څنګه پالیسي لري، او څنګه کولی شي چې د دوی په ژوند کې مثبت بدلون راولي او په هېواد کې د قانون حاکمیت، او سولې او ثبات ته لاره پرانیزي.

نو ځوانان څنګه کولای شي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې فعاله ونډه ولري؟

افغانستان په تيرو درې لسیزو جګړو کې ډېر ځپل شوی دی.

ځوانان باید د هيواد په ودانولو کې ځان مسول وګني ځکه دوی د هيواد راتلونکي واکداران دي.

دوی باید په دې فکر وکړي چې دوی خپلې ټولنې ته څه کړي دي او څه کولای شي.

که یو ځوان د ځمکې نه یو بوتل را جګوي اوخځل ځای (کثافات دانۍ) کې یې اچوي نو دا په دې مانا ده چې د چاپيریال په پاک ساتلو کې یې د مسولیت احساس کړی دی. که څه هم داسې کارونه واړه ښکاري خو همدا واړه کارونه دي چې ورو ورو لویو کارونو ته لاره هواروي.

دوی کولای شي د یو غټ ګروپ یا اتحادیې په جوړولو د خپل کلي او شاوخوا نور ځوانان دې ته وهڅوي چې سره متحد شي.

ځوانان باید د هيواد په ودانولو کې ځان مسول وګني ځکه دوی د هيواد راتلونکي واکداران دي.

دوی باید خپل ټول قومي، نژادي، سمتي او دیني توپیرونه یوې خوا ته پرېږدي او د راتلونکو ټاکنو په اړه خبرې وکړي چې کوم کاندید کولای شي په ښه توګه د دوی ستونزو ته د حل لارې پیدا کړي.

دوی له یو بل سره د ټاکنو په اړه داسې بحثونه کولای شي چې د دوی د پوهې کچه لوړه کړي تر څو لومړی دوی پخپله او بیا د دوی د پوهې له امله نور خلک د کاندیدانو او دهغوی د تګلارو په اړه لا ښه وپوهيږي او وکړای شي چې د رای ورکولو لپاره سم کاندید غوره کړي.

لنډه دا چې ځوانان باید په دې پوه شي چې دوی د هيواد اکثریت دی او د دوی ونډه ډېره مهمه ده.

لکه څنګه چې حکومت په دوی باندې په ښوونځي او پوهنتونونو کې مصرف کوي، دوی هم د هيواد په وړاندې مسئولیت لري چې د سولې، ټیکاو، رغاونې، او پرمختګ لپاره یې فکر، پرېکړه او کار وکړي.

د دوی پوهاوی او روښانه دریځ به کاندیدان اړ کړي د دوی غوښتنو ته سر ټيټ کړي او د ستونزو د هوارولو لپاره یې کار وکړي.

ځوانان د افغانستان راتلونکي ولسمشران، وزیران، وکیلان، او نور لوړپوړي چارواکي دي، نو اوس چې نوی ولسمشر ټاکل کيږي باید دوی یې په ټاکنه کې پوره ونډه ولري، او سرله اوسه د خپل هيواد په برخلیک ټاکنه کې راښکيل وي.

ليکوونکی: ايمل ساپی