څنګه د شکر له ناروغۍ ځان وژغورو؟


iStock_000002166551XSmallDiabetes

د شکر ناروغۍ څخه مخنیوی کولو لپاره سربیره پر دې چې خواړه کنټرول شي بیا ځانګړې اندازه ورزش هم په ورځنۍ ډول ترسره شي. د ورزش یوه غوره ډول هم قدم وهل دی. د ورزش برخې زیات شمیر کارپوهان په دې باور دي چې قدم وهل تر ټولو غوره ورزش دی.

قدم وهل په ځانګړی ډول وروسته له خواړه خوړلو څخه د بدن د قندي موادو او ګلوکوز (Glucose) اندازې نورمال ساتلو لپاره تر ټولو غوره طریقه او ورزش دی. له خواړه خوړلو وروسته فزیکي فعالیت او ورزش په نتیجه کې د بدن مختلفې عضلې د قندي موادو او ګلوکوز مصرفول پیلوي. په نتیجه کې د انسان د بدن د قندي موادو او ګلوکوز اندازه خپل نورمال حالت ته رسیږي. که چیرې په خواړه کې مو زیاته اندازه قندي مواد او ګلوکوز استعمال کړی وي نو د قدم وهلو په مرسته يي بیرته اندازه کمولی شئ.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا د لنډې مودې یا ۱۵ دقیقو لپاره قدم وهل هم په ځانګړی ډول د ډیر عمر لروونکو لپاره ډیره زیاته ګټه لري. تاسې کولی شئ یوازې د لنډې مودې قدم وهلو ګټه د ورځې په پای کې احساس کړئ.

د ځینو څیړنو پر بنسټ ځینې روغتیايي کارپوهان په دې باور دي چې د ۱۵ دقیقو لپاره قدم وهل د اوږدې مودې لپاره تر قدم وهلو ډیره غوره ده او ډیر روغتیايي ګټې لري. له دې سربیره ځینې روغتیايي څیړنې او پلټنې ښيي چې درمیانه اندازه ورزش کول تر سخت فزیکي ورزش کولو زیاته ګټه لري. د ورزش انتخاب لپاره باید خپل عمر، بدن او فزیکي وړتیا ته کتنه وشي. هغه کسان چې د ځوانۍ په عمر کې دي او غښتلی فزیکي حالت لري نو باید په ورځنۍ ډول زیاته اندازه ورزش وکړي په داسې حال کې چې هغه کسان چې له ۳۵ کلونو زیات عمر لري د هغوي لپاره ۱۵ دقیقې قدم وهل هم کفایت کوي.

په ورځنۍ او دوامدار ډول قدم وهل له بدن سره د انسولین (Insulin) په مصرفولو کې مرسته کوي. انسولین په بدن کې هغه هورمون دی چې په وینه کې د قندي موادو او ګلوکوز اندازه کنټرولوي. له دې سربیره د دغې هورمون خاصه او ګټوره اندازه د بدن د عضلاتو او هډوکو په پیاوړي ساتلو کې ډیره زیاته مرسته کوي او له ماتیدو يي ژغوري.

که څوک د شکر په ناروغۍ اخته وي او که نه په دواړو حالتونو کې ورزش یو له غوره توصیو څخه دی. قدم وهل او ورزش د مضر کولیسټرول اندازه کموي، د ویني لوړ فشار څخه مخنیوی کوي او له زړه سره د وینې په غوره پمپ کولو کې مرسته کوي. پورتنیو ګټو نظر کې نیولو سره ورزش له نورو ګټو سربیره انسان د زړه له ناروغیو او حملې څخه هم ژغوري.

له دې سربیره ورزش انسان سره د بدن د اضافي وزن په کمولو کې هم ډیره زیاته مرسته کوي. له ځانګړې اندازې ورزش او ګټور خواړه انتخابولو سره کولی شئ روغ ژوند تجربه کړئ.

هغه کسان چې غواړي د شکر په ناروغۍ اخته نه شي او یا هم هغه کسان چې په دغه ناروغۍ اخته دي او غواړي چې خپل د شکر اندازه نورماله وساتي نو له هر خواړه وروسته باید ۱۵ دقیقې قدم وهل خپل عادت وګرځوي.

 

ليکوونکی: ايمل ساپی