د سر دردي


Mann mit Kopfschmerzen

سر دردي یو عام ځورونکي درد دی، چي هر څوک یې حد اقل په ژوند کي یو ځل تجربه کوي.

که په کال کي یو یا دوه ځله  د سر دردي سره مخ کیږي نو د تشویش وړ خبره نده، ځکه چي کیداي شي د میاشتو په اونیو کي مو پوره خوب نه وي کړي، یا هم یخني (زکام) وي او یا هم کیداي شي د تشویش له امله  د یو لنډ مهال لپاره په سر درد وي.

خو که تاسي په اونې کي دوه یا درې ځلي سر دردي لري او تاسي یې نارمل ګڼي پدي وپوهیږي چي دا حالت نارمل نده.
که چیري تاسي پرته له دي چي د خپلي سر دردي عامل مالوم کړي او د سر دردي تسکېن لپاره په دوام داره توګه د درد له ګولیو څخه ګټه اخلي نو پوه شﺉ چي ځانته په خپله ستونزه جوړوي؛ځکه د درد ګولیو په کارولو درد نه دوأ کیږي مګر دا چي لا ډیریږي او دوام مومي.

نو اوس هم باید د سر دردي په لاملونو ځان خبر کړو،چي لاندي۱۰ لاملاونه  د سر دردي لاملاونه ګڼل کیږي.

۱: د آکسیجن کم والی
که څه هم ډیري دردونه د آکسیجن له کم والې څخه منځ ته راځي،نو انسان ډیري وخت د سر دردي سره هغه مهال مخامخ کیږي کله چي په یو چاپېریال کي د آکسیجن کمښت وي.

۲:خوراکي توکي، او یا هم موسمې الرژي
په کال کي څلور مختلف فصلونه دي چي د هوا بدلېدل هم د سر دري لامل کیداي شي.نو خوراکي توکي باید د موسم سره سم وکارول شي.

۳: تشویش 
د سر دردي یو لامل هم تشویش کول دي،نو که غواړي د سر دري څخه خلاص شي د تشویش کولو څخه ځان وژغوري.

۴: د خلکو ګڼه ګوڼه (ترافیکي شور)
ترافیکي ګنه ګوڼه او شور د سر دردي  یو مهم لامل ده.د هغو سیمو خلک ډیر لږ د سر دردي څخه سر ټکوي کوم چي د ښار له ګڼي ګوڼي څخه لري دي،نظر هغو ته کوم چي د ښار په شور او مزاحم کونکو آوازونو په چاپېریال کي ژوند کوي.

۵: الکُل(شراب) 
الکُل د سر دردي تر ټولو لوي لامل ګڼل کیږي،د الکُلو په څښاک کي اندازه مهمه نده،که لږ هم وڅښل چي نو د سر درد تري پیدا کیداي شي.نو که غواړي د سر دردي بد درد ته د پاي ټکي کیږدي نو د الکُلو څښلو څخه ډډه وکړي.

۶: لږ خوب 
لږ خوب د سر دردي یو عام لامل ګڼل کیږي.ځکه چي نارمل خوب ( د ۶ ساعتو څخه تر ۸ ساعتو) د انسان بدن ته وخت ورکوي تر څو دماغ بیرته تازه او د راتلونکي ورځي ته ښه په فعالیت پیل وکړي.

۷: لوږه 
دا به ټولو تجربه کړي وي چي کله هم د وږي والې احساس وکړي نو یو ډول سر دردي سره مخامخ شي، خو خوشبختانه د دې ډول سر دردي حل تر نورو یو څه آسانه ده،هغه داسي چي کله د ولږي له وجهي د سر دردي احساس درته پیدا شي نو ژر د خوراکې توکو څخه ګټه واخلي، نو په ډیر کم وخت کي به مو سر دردي له منځه ولاړه شي.

۸:  دماغي ستونزه
د دماغو ستونزه د سر دردي لامل کیداي شي،دا دغه لامل لپاره د ډاکټر مشوره ضروري ده او باید جدي تشخیص یې وشي.

۹: تنده 
تنده هم د سر دردي یو لامل کیداي شي،ځکه چي د انسان بدن په کافي توګه اوبو ته اړتیا لري تر څو د بدن غړي سم فعالیت وکړي.چه کله هم تاسي تږي شﺉ نو د سر دردي احساس به حتمي کوي،خو د اوبو په څښلو به مو د سر درد ورک شي.

۱۰: د اندازي څخه زیاد د درد دارو څخه ګټه اخېستل 
څرنګه چي په لمړي کي هم یادونه وشوه،تر هغي چي د سر درد لامل مالوم نه شي د درد دارو څخه ګټه اخېستل د دې پر ځاي چي درد ختم او یا هم کم کړي،برعکس درد زیاتوي او تر ډیره بریده کیداي شي تري نوري ستونزي جوړي شي.نو پدي اساس که تاسي د سرله درد څخه ډیر سر ټکوﺉ نو د ډاکټر مشوره او تشخیص یې یو اړین او جدي کار وګڼي.

ليکوونکی: ايمل ساپی