د هیل له ګټو مو خبروم


kardamom
 : هیل مو له سرطان څخه ژغوري

هیل په  پخلي کې له مهمو مساله جاتو څخه شميرل کیږي، خوړو ته ځانګړې خوند ورکوي او پردې سربېره دانسان دبدن لپاره  یو شمېر روغتیايي ګټې لري.
دروغتیايي چارو متخصصه  ډاکتره امال فتحي وايي : هیل یوشمير روغتیايي توکي لري، چې دانسان بدن ورته  اړتیا لري، هیل کې پروټین، اوبه ، کلسیوم، فسفور او ویټامین B او C لري. ډاکتر فتحي دهیل ځینې ګټې په دې توګه راپيژني.
۱- کوم کسان، چې  له کم وزن څخه ځوریږي که دوی چیرې په خوړو کې هیل وکاروي ، دوخت په تیریدو به یې وزن زیات شي ځکه هیل په اشتها او هضم دواړو کې مرستندویه رول لوبوي.
۲-  دانسان په بدن کې راټول شوي زهري مواد له منځه وړي، هیل مو ادرار زیاتوي او له بدن څخه مو اضافه مالګه او زهري مواد وباسي.
۳-  دکومو کسانو،چې خوا بدیږي یا یې زړه خرابیږي دهیل کارول ورته ګټه لري.
۴-  هاضمه مو ښه کوي.
۵-  دقبضیت له منځه وړلو لپاره تر ټولو اسانه او غوره درمل دی.
۶-  دوینې دغوټه کيدو مخه نیسي. په بله مانا کولسټرول تنظیموي.
۷- فشار نورمال ساتي او د لوړلیدو مخه یې نیسي.
۸- سړی ته  رواني  ارام او ډاډ احساس ورکوي.
۹-  دسرطان مخنیوی کوي.
۱۰-  په بدن کې  اضافه  کالري له منځه وړي او په پایله کې مو له ډیر وزن څخه خلاصوي

ليکوونکی : ايمل ساپی