که د زړه له حملې ویره لرئ نو لاندې عادتونه خپل کړئ


die-typischen-herzinfarkt-anzeichen-sind-ein-starkes-engegefuehl-und-schmerzen-im-brustkorb-

د زړه حمله په نړۍ کې یو له تر ټولو مهلکو ناروغیو څخه ګڼل کیږي کوم چې انسان ته روغتون ته د رسیدو فرصت هم نه ورکوي.

له نیکه مرغه ځینې داسې عادتونه هم شته چې له خپلولو سره يي انسان د زړه د مختلفو ناروغیو او د زړه د حملې څخه مخنیوی کولی شي. دلته مو له یو شمیر هغو عادتونو سره کوم چې د زړه د حملې خطر له منځه وړي اشنا کوو:

۱- هر هغه څه چې اسلام حرام ګرځولی بې شمیره روغتیايي زیانونه لري نو په همدې اساس که څوک غواړي د زړه له حملې ځان وژغوري نو له الکول لروونکي مشروبات څخه باید ځان وژغوري.

۲- سګریټ څښلو څخه ځان وساتئ او که چیرې د سګرټ څښلو عادي یاست د پریښودلو هڅه يي وکړئ.

۳- د ځان لپاره هغه خواړه چې روغتیايي ګټې او ارزښت ولري انتخاب کړئ.

۴- په ورځنۍ ډول فزیکي فعالیت یا ورزش خپل عادت وګرځوئ.

۵- خپل وزن د زیاتیدو مخه ونیسئ او د مناسبه اندازه وزن ساتلو هڅه وکړئ.

۶- کوښښ وکړئ خوشحاله ژوند ولرئ او په وړو خبر ځان مه خفه کوئ.

۷- د شکر له ناروغیو څخه د ځان ساتلو هڅه وکړئ او هغه کسان چې په دغه ناروغۍ اخته وي باید د زیاتیدو مخه يي ونیسي.

ليکوونکی ايمل ساپی