که غواړئ سګرټ څکول پریږدئ درومي جوس وڅښئ.


Tomato juice

نوې څيړنې ښودلې ده، چې درومي جوس په  بدن کې په طبیعي توګه  دنیکوټین  ځای نیولې شي،دکرنیزو څيړنو متخصص ډاکتر محمد سید مسعود وايي :

که پر سګرټو روږدی کس پنځلس ورځې پرلپسې توګه  نیم کیلاس درومي جوس وڅښي په ډېره اسانۍ کولای شي،چې له سګرټو لاس واخلي ځکه رومي پریمانه نیکوټین لري،چې وینې ته ننوځي او بدن مړیږي اودسګریټو دمضر نیکوټین ځای نیولې شي.

ډاکتر مسعود وايي : درومي له جوس وړاندې باید سړی له سګریټو لاس اخستې وي، که دواړه وکارول شي دګټې پر ځای زیان رامنځته کوي، او سړی هڅوي،چې ډېر سګرټ وکاروي.

ډاکتر مسعود وايي : هره ورځ باید له نیمايي ګیلاس څخه ډېر جوس ونه څښل شي، کېدای شي دځینو کسانو په ګردو کې دتیږو درامنځته کيدو لامل وګرځي.

ليکوونکی: ايمل ساپی