کولا د سرطان احتمال لوړوي
نوو څیړنو دا په ډاګه کړې ده، چې ټول هغه خلک، کوم چې د کولا او کولا ته ورته د اوبو څښلو مینوال دي، خپل ځانونه په سرطان د اخته کیدلو د لازیات احتمال او خطر سره مخامخ کوي. د دغه خطر اصلي عامل په اوبو کې د یوه نااړین جز(ingredient) سوبتيا او موجودیت دی.
د جانز هاپکینز پوهنتون د بلومبرگ عامې روغتیا څانګې دا ثبوت کړې ده، چې په دغه اوبو کې د مصنوعی کارامل رنګ(4-methylimidazole) نه کار اخیستل کیږي، کوم، چې د انسان لپاره ډیر خطرناک دی.
په هغه څیړنه کې، چې د IBTimes خپره کړې ده، راغلي دي، چې د ۴۴ نه ۵۸ سلنه ماشومان د شپږو کالونو پورته په ورځ کې، کم تر کمه یو قوطۍ کولا څښي.
په دغه څیړنه کې ۱۰ ډول ډول مشروبات د کوکاکولا په شمول شامل وو، دوۍ د ډیرو څړنو وروسته داسې یوې نتیجې ته راغلي، چې د مصنوعی کارامل رنګ کارونه په دغه مشروباتو کې د انسان د سرطان ناروغۍ احتمال لوړوي.
د خوړو او درملو ادارې په ټولو هغه شرکتنو، چې دا ډول مشروبات تولیدوي امر کړي دي، چې په خپلو موادو کې د دا ډول جز(ingredient) نه نور کار ونه اخلي.
دنښترویبلاګ یادښت:
کولا نه یوازې پورتنی خطر زیاتوي بلکې الکول هم پکې شته، چې هم دځان هم دایمان زیان لري.
د لازیاتو مالوماتو په موخه لاندنی لینک کښېباسئ:
ليکوونکی: ايمل ساپی