له دردونو د نجات لپاره ليمو استعمال کړئ


74 

تاسي بهد ليمو د استعمال په اړه ډيري طريقې اورېدلي وي خو نن مو موږ د ليمو د استعمال په يوه حيرانکونکې طريقه پوهوو چې په عملي کولو سره به يې هيڅکله په اندامونو کې د درد احساس ونکړئ.

ليمو ته خلک سپرفوډ وايي؛ ځکه چې په دې ميوه کې ويټامن B2, B1, A, C مګنيشيم فولک ايسډ، فاسفورس، کيلشيم او پوټاشيم وجود لري.
که غواړئ چې په اندامونو کې مو درد ختم شي نو له ليمو نه کار واخلئ، د دې لپاره :
۱ – دوه ليمو واخلئ او پوست يې د شيشې په داسي بوتل کې واچوئ چې له زيتون تيلو مو ډک کړی وي.
۲ – د بوتل سر کلک بند کړئ او بيا يې د ۱۵ ورځو لپاره يو ځای کيږدئ.
۳ – له ۱۵ وروسته يې خلاص کړئ، په جوړ شوي محلول پمپه ولړئ او بيا يې د درد په ځای ولګوئ.
۴ – د لا ښه تاثر کولو لپاره په محلول ککړه شوې پمبه د درد پرځای په يوه ريتاړه وتړئ او د څه وخت لپاره يې تړلې پرېږدئ.
که ليمو په دې طريقه استعمال کړئ له دردونو په نجات ومومئ.

ليکوونکی:ايمل ساپی