ملي غورځنګ غواړم
ملي غورځنګ د ابدالي د پښتو ننګ غواړم
لکه خوشحال غوندی افغان د توری شرنګ غواړم
چي رڼا ورځ ئی توره شپه کړه په انګريز د ارنوی غذاکي
داسی يوځل بيا غازي ميرزمان خان په شان زرنګ غواړم
چاچي بادشاه کړو ځان په زور د صفويانو په کور
شا محمود خان په څير غښتلی بيا د جنګ غواړم
چي لکه شمعی ځان وسيزه ، د قام د نيکمرغی په لار کي
په بارکزوکي، زه وزير محمد فتح خان غوندی پتنګ غواړم
ستر کاروان د برايډن ئی، دړی وړی کړو د تښتی په وخت
هغه غازي محمد اکبرخان، پاس په تنګي کي په ګړنګ غواړم
مريې پريکړه ، د خونخوار ګورګين د خپل په لاس چړو باندی
نن د هوتکو خاندانه، د ميرويس نيکه په رنګ غواړم
بل کړي اورونه په دښمن راته ميوند وګټي
د ښکلي تورزن، محمد ايوب خان خيالي لونګ غواړم
چي خپل ټټريې د وطن په آزادی کي لکه سپر نيولی
افغان ولس سره غازي امان تر څنګ غواړم
چي په ميړانه د جګړی نه بيرته ستون شي کورته
وائی ايمل، داسی پښتون پښتنی غيږ کي په پالنګ غواړم
ايمل ساپی ويانا / ۲۴/ ۰۱/ ۲۰۱۵