په ښي اړخ خوب مغز پاکوي


 fff-video-gesund-schlafen,184800_3x2_n

دخوب په اړه نوې ترسره شوې څېړنه  لیکي : په ښي اړخ خوب  دا ګټه لري،چې دسړی مغز پاکوي او دهېرتیا، ګوزڼ او  دلړزې مخه نیسي.

امریکايي پوهنتون  Stony Brook  پوهان دې پایلې ته رسیدلي دي،چې په ښي اړخ خوب  مغز پاکوي  او له پړمخې  او ګیڼ اړخ خوب څخه یې روغتیايي ګټه ډېره ده.

امریکايي پوهانودهغو وګړو دخوب وضعیت څارلې دی، چې په دې څیړنه کې ونډه درلوده، په ښي اړخ خوب  په بدن کې دوینې جریان  منظموي او فعال یې ساتي  او میکروب او بکتریا او ویروسونه  له منځه وړي. همدا راز  په رګ او شریان کې دوینې جریان ته سرعت ورکوي.

 څیړونکي  وايي : په ښي اړخ خوب  اجازه نه ورکوي، چې په مغز کې هغه کیماوي مواد راغونډ شي،چې اړتیا یې نه وي  او یا کومه ګټه نه لري او پردې سربېره  دمغز اړوند ناروغۍ له منځه وړي

داسلام ستر پیغمبر  څوارلس سوه کاله پخوا مسلمانانو ته سپارښتنه کړې ده،چې په ښي اړخ بیده شي.

ليکوونکی: ايمل ساپی