د افغان ميرمنو ۱۰ کلنې لاسته راوړنې ته لنډه کتنه


afghanistan2

په تيرو لسو کلونو کې د افغانستان ښځې پخپل ژوند کې له ډېرو لوړو او ژورو سره مخامخ وې، خو د ښځو په ژوند کې بدلون راتلل هم د پام وړ پرمختګ کڼل کيږي

په سیاسي، ټولنیز، روزنیز او پوځي ډګرونو کې ګڼې افغان ښځې فعالې شوې.

په دغو برخو کې د افغان ښځو ونډه له ستونزو او ربړو سره هم مخامخ وه، دغه ستونزې ددې لامل شوې، چې په ځینو برخو کې د ښځو ونډه کم رنګه شي

د ښځو د نړیوالې ورځې په پلمه په دغه راپور کې د ښځو لاسته راړونو او ستونزو ته کتنه شوې ده.

د افغانستان په اوسنۍ کابینه کې درې وزیرانې ښځې دي، په ملي شورا کې ۹۴، په ولایتي شوراګانو کې ۱۲۴ او یوه هم په یوه بهرني هېواد ناروې کې سفیره ده

همداراز، یوه ولسواله ښځه او بله یې والۍ ده.

د چارواکو په وینا، په پولیسو او پوځ کې د ۲۵۰۰ ښځو ونډه، او په رسنیو کې د نژدې ۲۴۰۰ ښځو برخه اخیستل د ښځو لپاره یوه ښه لاسته راړونه ده.

په ورزشي برخه کې هم ګڼې ښځې فعالیت کوي، او هېواد ته یې تر ډېره د ویاړ مډالونه راوړي دي، چې د تېرو اولمپیک سیالیو بریاوې یې یوه ښه بېلګه ده.

د “بدلون لپاره د نړۍ د ښځو بنسټ” مشره ظفر صالحي وايي، دغه لاسته راړونې د تېرو څو کالو د زیار نتیجه وه.

د چارواکو په وینا، په افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو شمېر نژدې زرو ته رسېږي، چې د متخصصو ښځینه ډاکټرانو شمېر نژدې ۶۴۰ دی، او زیاتره په ولادي او د ښځینه ناروغیو د درملنې په برخو کې فعالیت کوي.

خو لاهم افغانستان کې په هره یوه ساعت کې یوه مور د لنګون پرمهال مري.

د افغانستان له ۲۳۰ ولسوالیو یې په زیاترو کې ان د ښځو یوه ښوونکې نه شته.

افغان مېرمنې په کومو برخو کې په کار بوختې دي

تېرو لسو کلونو کې د افغان مېرمنو په ژوند کې پراخ بدلونونه رامنځ ته شول. د هېواد په سياست کې ورگډې شوې، په عدلي او قضايي سيستم کې ښکيلې شوي او په هېواد کې د امنيت او ټيکاو د راوستو په موخه د وسله والو ځواکونو ليکو کې شاملې شوي. د ښوونې او روزنې په برخه کې د افغان ميرمنو او نجونو ونډه هم ډېره شوه او د نارينه وو ترڅنگ د هېواد په اقتصادي چارو کې کار کوي. د خپل غږ د پورته کولو په موخه افغان مېرمنې له رسنيو سره يوځاى شوې او په سپورتي فعاليتونو کې د ونډې له لارې يې خپل هېواد ته وياړونه وگټل.

ليکوونکی ايمل ساپی