د افغانو ښځو ستونزې


13_monika-hauser-bei-medica-afghanistan-c2a9-elissa-bogos-medica-mondiale

د افغانو ښځو د ستونزو، په ټولنه کې يې د ونډې او ورسره د تاوتریخوالي مخنیوي په اړه ستاسې لیکلي او ویډیوي پیغامونه 

حمیده ساپۍ

د عقایدو بیلا بیل تفسيرونه د ښځو تر ټولو لویه ستونزه ده. همدغه شی زموږ په ټولنه کې د دود شکل هم غوره کړی دی او ښځو ته یې د تعلیم دروازې هم تړلي دي. که زموږ له ټولنې دغه یو شی لېرې شي نو فکر کوم ټولې ستونزې به حل شي.

فاروق عمر

زما په نظر په افغانستان د ښځو پر وړاندې لویه ستونزه د تاریخ تيرو او غیر اسلامي رواجونو تعقیبول دي کوم چې زموږ له کلتور او مذهب سره هیڅ تړاو نه لري. د بيلګې په توګه زموږ په ټولنه کې د لسيزو راهیسې خلک په دې ناپوهۍ پوهول شوي چې نارینه تر ښځې لوړ دی او ښځې باید د څلورو دیوالونو دننه وساتل شي چې دا په بشپړه توګه د اسلام ضد عمل دی. بله ستونزه دا ده چې د نارینو د سواد سطحه هم ټیټه ده، که دغه کچه لوړه شي نو د ښځو ستونزې به هم حل شي. بله دا مهمه ده چې زموږ په ټولنه کې باید نارینه لومړی د ښځو له حقونو نه باخبره شي ځکه چې دلته یې دوی واک دارن دي.

د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا، امنیت، دیني او علمي پرمختګ او عامه لارښوونه د ښځو پر وړاندې ټولې ستونزې په بشپړه توګه له منځه وړي.عبدالقدیرامین

سمون یوسفزی

زما په ګومان اساسی ستونزه د پوهنې نشتوالی دی. که پوهنه ترلاسه شی نو د ښڅو او نارینوو دواړو ستونزی به هوارې شی. په سیاسی ډګر کې زموږ ميرمنی او نارینه خورا وروسته پاتې دي او کار هم ورته نه کيږي. زموږ نارینه او ښځو ته په کار ده چې سیاسی ډګر ته را ټوپ کړي او سوداګر دی ورسره مالی مرسته وکړي.

حمزه احساس

زما په نظر د افغانو ښځو اساسي ستونزې درې دي. ېو دا چې د تعليم نشتولای او بله ېې دودېز خنډونه او درېمه ېې عقيدتې ليدلوري. هغه ميرمنې چې په کلو او بانډو کې ژوند کوې د تعليم نه ډېرې لرې پاتې دې، او دا د دې سبب ګرځېدلای چې دوی له خپلو حقونو نه نا خبره دي.

ټوېټر: میرمن

که افغان سړي هر څومره د ميوند او سوات ملالې وستايي بيا به هم خپلې لوڼې، ميرمنې او خويندې پرېنږدي چې د هغو په پله پل کېږدي او له خپلو حقونو دفاع وکړي.

افغانه

په کمکیني يې واده کړم، میړه مې له دریمې ورځې تش په توره زما وهلو ته ملا وتړله، داسې مې وهي چې په بدن کې ټاپې پاتې کیږي، نه مې پلار پوښتنه کوي نه بل څوک.

محمد ابرار

په افغانستان کې ښځو ته هغه حق چې اسلام ورکړي موږ یې نه منو او نه یې ورکوو. موږ د اسلام نه د دود او کلتور ډیر غم وړيوو. اسلام زده کړه په ښځه او نارینه فرض کړې ده خو موږ یې نه عملي کوو. په کوچني والي کې نجونو واده کولو د اسلام خلاف کار دی خو موږ یې کوو.

عبدالله صحرايي

افغانستان کی د ښځو په وړاندی دغه درې لوې او مهمې ستونزې شته:

۱. افغاني ټولنه کې غیرې رسمي او ناسم دودونه.

۲. د زده کړې نشتوالی او پر وړاندې یې خنډونه.

۳. با استعداده او باسواده ښځو ته د شک په سترګه کتل.

ښاغلی ابراهیمي

دا منم چې افغان میرمنې به ستونزې لري او دا ستونزې له هغه چا له خوا ورته پیدا شوي چی هغه د اسلام نه ناخبره دي خو داسې ستونزې نه لري لکه څنګه چی یې د غرب ښځی لري. نن ورځ اکثریت میډیاکې همدا خپرېږی چې د افغان میرمنو سره ظلم کېږی.

ګل دست شینواری

زما په نظر زموږ هېواد یو بې وزله او جګړه ځپلی هیواد دی نو په دې اساس خلکو ډیر حقوق د پښو لاندې کړي دي په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو حقوق. زموږ په ټولنه کې ډېرې ښځې بې وزله دي او د کار وړتیا لري خو کار ته نه پرېښودل کېږي.

حمزه اسلام

کوم حقونه چې اسلام میرمنو ته ورکړي په هغو کې ۴۰٪ هم په افغاني ټولنه کې ښځو ته نه ورکول کېږي. د افغان میرمنو تر ټولو ستر او اړین حق زدکړه ده چي متاسفانه حالاتو دا حق هم تری اخيستې دی.

خان اغا احمدزی

په ټولنه کې ناوړه دودونه چې زیاتره یې ښځې ښکار ګرځي د ښځو تر ټولو ستره ستونزه ده.

غازي سرفروش

زما په نظر د ښځو لپاره اصلی ستونزه ناوړه دودنه او په ټولنه کې د تعلیم د کچې ټیټوالی دی. ډیری خلک دا نظر لری چې ښځه یا د کور ده او یا د ګور، په دی وجه ښځې د هغوی له حقونو محرومی کوی.

احمد ابوعمر

تر ډیره بریده امنیت، ناپوهی، سیاسی مفاصد، بد او ناوړه دودونه او داسی نور چی وړاندې ورونو اشاره ورته کړې ورسره تر یوه حده موافق یم. مګر زما پوښتنه دا ده چی که ښځه تل ځان بل ته محتاج ونه ګڼی او د اسلام او کلتور په پام کې نیولو سره سم خپل حق وغواړي په خپلو پښو ولاړه وی دا ستونزې به یی کمې نه شئ؟

دوهم ښځې خپله یوبل ته د سترو ستونزو او تاوتریخوالي سبب دی. ویل کيږی چې د ښځو پر وړاندې د اکثره تاوتریخوالو پلان جوړونکي ښځې دي. نارینه یې یوازې اجر کوي. که دغه پلان جوړونه کمه شی فکر نه کوی ستونزې به هم ورسره کمې شي.

قرباغ

زه بابا دلته د پښتنو څوک سړي نه شماري ته د ښځو غم وړی یې.

اسلام خان

په افغانستان کې اول ماته د انسانانو حق را ښکاره کړي، بیا د مسلمانانو، بیا د نارینو او بیا چې دا ټول پر ځای شول بیا وروسته د ښځو حق زه درته په ګوته کوم چې د دوی حق څه شی دی. که د دې ټولو حقونو غم نه خورئ او یوازې ښځینه یادوۍ بیا تاسې هسې عبس خپل وخت ضایع کوئ.

د افغانستان ښځینه کاري ځواک

سیاست

پکتیا کې هر پلار په خپله لور ۶ لکه افغاني ولور اخلي خو هیڅ پلار له دې سره سره چې ښوونځي ته یې نه ده پرېښې په دوی یې د تعلیم په موخه ۶ افغانۍ هم نه دې مصرف کړي.

سردار ولي

زما په نظر د افغانستان په اوسني حالت کې د ښځو وضعه خرابه ده. قطعي ظلم روان دی. د ښځو حق باید وپيژندل شي. دوی لکه د زندانیانو په څېر ژوند تېروي.

حمید مالیار

لویه ستونزه د افغاني ټولنې ناوړه دودونه او رواجونه دی. سره له دې چې د اسلامیت دعوه کوو خو دغه دودونه او رواجونه بیا د شریعیت سره په ټکر کې دي.

انجینر روح الله حقمل وردګ

اول تعلیم خو د تعلیم لپاره نامناسب شرایط، دوهم په پښتنه ټولنه کې بې اساسه دودونه چې حتی زیات یې اسلامي بڼه نه لري. د بيلګې په توګه په ښځه پیسې اخیستل، لوړ مهر، په بدو کې ورکول او داسې نور. دریيم په اوسني قانون کې غربي حقوق ورکول..

شاهد مهمند

ښځه که چېرته په خپله خوښه ودېدلی نو دا مشکلات به حل وی.

مجیب شیرزاد

یو مهمه ستونزه غیر انساني او غیر دیني دودونه دي چې افغان ښځو ته اجازه نه ورکوي چې تعلیم اوکار وکړي او د یوه انسان غوندې ژوند وکړي. هغه وخت چې دغه ۵۰ په سلو کې غیر فعال افغان انسانان چې ښځې دي فعاله نه شي د دغه هېواد پرمختګ ناممکنه دي.

میرمن

مور مې مړه شوه مېرنۍ مور مې ظلم راباندې پيل کړ، وهلمه یې، چا مې پوښتنه نه کوله اړه شوم چې له کوره وتښتم او قسمت دا دی تر سرېلنکا را ورسولم خو لا مې هم د کرارې ساه وانه خیسته.

اختر خالد

الله دی زموږ په حال ورحميږي. تعلیم چې څومره سړو ته ضرورت دی دومره ښځو ته نه دی.

زرو وارو

د افغان ښځو تر ټولو ستره ستونزه افغان نارینه دي. تر څو چې افغان نارینه په رښتیني ډول نارینه نه شي او د نړۍ له نارینه ؤ سره سیالي و نه کړي تر هغې به افغان ښځې له ستونزو ډک ژوند و لري.سلیمان سرګر

تر ټول اول باید پښتانه ورونه ځانونه په اسلام پوه کړي.

فې ذال

په تلویزیون کې مې یو ملا صاحب لیده چې ویل یې د ښځو حق یوازې دا دی چې مړه يې نس موړ کړي او کالي ورته واخلي او د نارینه خورا ډير حقونه دي.

داود نورزی

اسلام چې څه حق ورکړی هغه د مسلمانې ښځې لپاره بس او کافی دی. خومتاسفانه یو تعداد کسان هغه اسلامی حقوق هم نه ورکوی. یو شمير کسان د غربی قوانینو پربنا د ښځو حق غواړي چې یو توطیه ده او خیانت دی.

وکیل احمد سیرت

زما په اند نننۍ جامعه چی تر ټولو خرابه او له فساده ډکه جامعه ده نو پښتنو ښځو ته نه ده جایزه چې په نننۍ ټولنه کی تحصیل وکړي. حدیث کی راغلي چی په ښځه او نر طلب عمل فرض دی خو خو که شرایط په دې ډول وي او غربي قوانین پلي کیږي نو د پېغمبر ص سنتي طریقې تر پښو لاندې دي. پر همدې اساس پښتنې ښځې نه غواړي په دې نظام کې تعلیم او تحصیل وکړي.

له دې سره د کابل یو تعداد ښځو وضعیت که ووینۍ دوی ته ډېره ازادي ورکړل شوې ده او په خپل سر په موسساتو او نورو مختلفو ارګانونو کې په داسې غربي جامو کې دندې تر سره کوي چې هغه جامه هیڅ د یو مسلمان سره نه ښايي.

عزیز زاخیل

سیرت صاحب نو ته وی چې د سنتو له وجې دې فرض پرېښودل شي. او ستا د معلوماتو لپاره باید ووایم چې تعلیم یوازې د دندې تر سره کولو لپاره نه دی.

ضیا قاضيزاده

ښځې د ټولنې یو ستر قشر جوړوي او باید چې حقوق یې ورته د اسلامي قانون په رڼا کې ورکړل شي. دا چې ولې ورته دا نه ورکول کيږي مختلف عوامل لري. اول د ښځو تعلیم ته نه لاس رسی، دویم په ټولنه کې ناسم او غلط رواجونه، درېیم امنیت او څلورم د دیني عقایدو ناسم تفسیر.

نارین جان کریمي

پر ښځو جنسي تیري کېږي او علت یې دا دې چې اسلامي قانون نه شته چې تيري کوونکي ته سزا ورکړي، وی نو بل کس به د دې جرم کولو همت بیا نه وی کړی. حکومت خو اوس صرف ثبتول کوي او بیا وايي چې دی کال کې دومره پېښې ثبت شوي.

عبدالله صحرايي

افغانستان کی د ښځو په وړاندی دغه درې لوی او مهمې ستونزې شته:

۱. افغاني ټولنه کې غیرې رسمي او ناسم دودونه.

۲. د زده کړې نشتوالی او پر وړاندې یې خنډونه.

په افغانستان کې د ښځو لومړنۍ ستونزه د تعليم او زده کړې نشتوالی دى ځکه که يوې ميرمنې زده کړه کړې وي هغه کولاي شي خپلې ټولنې او کورنې مثبت لور ته رهبري کړي.شرف دین کاکړ

۳. با استعداده او باسواده ښځو ته د شک په سترګه کتل.

سلیمان سرګر

د افغان ښځو تر ټولو ستره ستونزه افغان نارینه دي. تر څو چې افغان نارینه په رښتیني ډول نارینه نه شي او د نړۍ له نارینه ؤ سره سیالي و نه کړي تر هغې به افغان ښځې له ستونزو ډک ژوند و لري.

عشق الله عاطف

په ﻟﻮﻳﻪ کې اﺳﺎﺳي ﺳﺘﻮﻧﺰﻩ ﺩا ﺩﻩ ﭼﻲ ﺩ ﻧﺎﻟﻮﺳت ﻛﭽﻪ ډېره ﻠﻮړﻩ ﺩﻩ.

فضیله عزیزي سروري

افغانې میندې او خوېندې داسې مصروفیت ته ضرورت لری چي هغه د دوی د ورځني تاوتریخوالي مخه نیسي. د هغو سریالونو کتل چي نن ورځ په افغاني چينلنو کي خپریږي زموږ ښځو ته بې له غلط سلوک نه بل څه نه زده کوي.

عبدالجمیل داوري

لویه ستونزه دا ده چې دوی د شرعي حقونو نه محرومې شوي او د پښتني غلطو رواجونو قرباني دي. دوی د یوې وسيلې په توګه کارول کيږي.

عبدالقدیرامین

الله دی زموږ په حال ورحميږي. تعلیم چې څومره سړو ته ضرورت دی دومره ښځو ته نه دی.اختر خالد

د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا، امنیت، دیني او علمي پرمختګ او عامه لارښوونه د ښځو پر وړاندې ټولې ستونزې په بشپړه توګه له منځه وړي.

شرف دین کاکړ

په افغانستان کې د ښځو لومړنۍ ستونزه د تعليم او زده کړې نشتوالی دى ځکه که يوې ميرمنې زده کړه کړې وي هغه کولاي شي خپلې ټولنې او کورنې مثبت لور ته رهبري کړي.

دوهمه ستونزه د ښځو د تعليم او زده کړې پر وړاندې دا ده چې افغانستان ترډېره يوه سنتي او پرعنعنوي عقايدو باندې ولاړه ټولنه ده ډېرى وخت ښځي نه پرېږدي چي هغوي خپلي زده کړې ترسره کړي او يوه ښه راتلونکي ولري.

درېمه ستونزه په هېواد کي ديرش کاله جنګ جګړي د دي لامل شوي چي نه يوازي ښځې بلکې د ټولنې ډېرى وګړي د زده کړو ترڅنګ له ګڼ شمېر اساسي حقونوڅخه بې برخې شي چي دا دي لام ګرځي ترڅو په ټولنه کي ډيرى وګړي نا لوستي پاته شي . او څلورمه ستونزه فکر کوم چي داده چي ديني علماوو د ښځو دشرعي حقونو په هکله دعامو خلکود ذهنونودروښانه کولولپاره هيڅ هم نه دي کړي چي دا فکر ترحده ډير مهم دى ترڅو ديني علماوي په دغه برخه کي داسلام مطابق خپل تبليغات وکړي

ليکوونکی ايمل ساپی