ښځه او حجاب


aab-uk-chiffon-chic-black-luxury-hijab-hjccb-z-8Q5Q

حجاب د اسلام په مبارک دين کي يوه بهترينه ډالۍ ده چي مسلمانو خوندو ته يې ور په برخه کړې ده.

نن ورځ که موږ وګورو نو هر هغه شیء چي په بازار کي يې څوک اخلي هغه بايد په خپله قطۍ (پوښ) کي وي، که داسي نه وي نو څوک يې اخستلو ته زړه نه ښه کوي بغير له ډېر زيات احتياج څخه.

نو حجاب هم د مسلماني ميرمني لپاره د ساتونکي پوښ حيثيت لري چي د نه لرلو په صورت کي د ښځي د خوندي پاته کيدلو ډاډ نه ترلاسه کيږي.

موږ مسلمانان خصوصاً افغانان لله الحمد تر ډېره بريده د حجاب مراعت کوو، خو ځيني داسي کورنۍ هم سته چي هغوی ته د حجاب پوره حدود نه وي معلوم، چي په ترځ کي يې په ناخبری سره د حجاب دا ستر ډال مات کړی وي.

که په کلي او ښار کي د حجاب مراعت کيږي، خو په کور دننه کي، خصوصاُ په ځيني خاصو مراسمو کي چي د انسانانو تجمع پکښي زياته وي، ځيني داسي وختونه راځي چي حجاب ته پاملرنه نه پکښي کيږي، او دا نه ورته معلوميږي چي زه بايد له چا څخه حجاب وکړم او له چا څخه يې و نه کړم؟

د مثال په ډول: د يوه کس کور ته د هغه خپلوان راځي په دې خپلوانو کي داسي کسان حتماً سته چي د هغو څخه د ښځي حجاب ضروري نه وي، خو داسي نه ده چي د ټولو څخه به حجاب نه کوي، بلکي په خپلوانو کي ډېری داسي کسان سته چي د هغو څخه بايد حجاب وسي.

موږ دلته د خاوند او ميرمني له خوا ځيني هغه خپلوان ذکر کوو، کوم چي د هغوی څخه حجاب واجب (فرض) دی.

لومړئ د خاوند له خوا دوستان: د خاوند ورور، اکا، ماما، د اکازوی، د ماما زوی، د خاله زوی، د عمه زوی، د خاوند اخښی، او د خاوند د اخښي زوی.

دوهم د ښځي له خوا قريبان: د ښځي اخښی، د اکازوی، د ماما زوی، د خاله زوی، د عمه زوی؛ دا هغه کسان دي چي يوه مسلمانه ښځه بايد ورڅخه حجاب وکړي.

که دا خبري او اصول يوه مسلمانه کورنۍ په نظر کي ونيسي، نو د هغو ناخوالو څخه به خلاص وي کوم چي د بې حجابۍ په صورت کي مېنځ ته راځي، د دنيا ژوند به په خوښي کي ورباندي تيريږي، او د آخرت ژوند به يې هم نيکمرغه وي.

یادونـــــه:

په لویدیځه نړۍ کې نن سبازموږ یو شمير خویندي په یو عجیب ډول سره حجاب کاروي.

هغه دا، چې دسر ویښتان په یو نازک شال هغه هم په غټو غټو قیدکانو کې ونیسي یو خو له خپله سره دومره ببره ونه جوړه کړي، چې دهرچا دکرکې او مسخرې سبب ګرزي له بل پلوه دومره غلیظ ارایش کوي، چې هغه هم دنفرت سبب کيږي اوبل دا، چې له غاړې کښته یې داسې چسپې اونازکې جامې په تن کړې وي ته وا کوم لوڅ فلم ډکولوته ور روانه ده، چې دا پخپله یوه لویه ګناه او بې حجابي ده مانا دا، چې له داسې حجابه خو هغه اروپايي حالت لا یو څه دروند ښکاري نو بهتره به وي، چې زموږ مسلمانې خویندې داسلام دا لوړه او بختوره تحفه سمه وساتي او په سپيڅلي اسلامي حجاب ملنډې ونه وهي.

                                ليکوونکی: ايمل ساپی