د ښځو ناوړه دودونه له دين نه وباسئ


France’s-Muslim-women-fearful-as-govt-seeks-to-widen-hijab-ban

دا څو شپې مې ويښې تېرې کړي دي. سترګې به مې چې پټې شوې د یوې خوارې نجلۍ په وینو سور مخ به را ته انځور شو. د خلکو هیبتناکو نارو مې په غوږونو کې انگازې کولې او د انسان د غوښې د سوي بوی خیال مې پزه سوځوله.

فرخنده په کابل کې بې ستره شوه، ووهل شوه، وځپل شوه، ومروړل شوه، اډونه یې مات شول، له موټر لاندې شوه، تر هغې چې ساه یې ورکړه او بیا وسوځول شوه، دا بوږوونکې پېښه ما دلته زرګونه کیلو متره لرې په لندن کې حس کړه.

ښایي د یوه نارينه په توګه ځان ګرم ګڼم. دا سړي دي چې د غلطو پرېکړو له کبله جګړې پیلوي او میلیونونه وګړي د مرګ خولې ته اچوي. یا ښایي د یو افغان نارينه په حیث شرمسار یم. زما نارینه هېوادوال کله په څلور کلن ماشوم جنسي تېری کوي، کله د خپلې ځوانې مېرمنې پزه او غوږ پرې کوي، د خپل اولاد پر مور شک کوي، پردو ښځو ته په بده سترګه ګوري او که څوک د دوى ښځو ته هسې هم وګوري بیا پرې قیامت شي او زغم یې ورک شي. په داسې دوه مخه سړو به څوک وویاړي؟

لندن ته له راتلو مخکې، یوه ورځ همدې شاه دو شمشېره زیارت ته لاړم. یوې بهر مېشتې خپلوانې را نه غوښتلي وو چې په زیارت کې ورته د زرغون دستمال بند وتړم او عکس یې ورواستوم.

د چهارشنبې ورځ وه. په زيارت کې د ښځو ګڼه ګوڼه وه. زرغون دستمال مې د قبر په یوې ستنې وتاړه. یوې پخې ښځې را نه وپوښتل چې په کوم ارمان دا بند تړم؟ که ريښتیا ووایم زه پخپله هم د مساپرې خورلڼې په ارمان نه وم خبر، او نه مې هم باور و چې مړي د سوال قبلولو توان ولري. په ځواب کې مې ورته وویل: ترورې، ارمان خو د انسان په زړه کې وي.

د کابل شاه دو شمشیره جومات ته څېرمه پر فرخندې برید وشو

د راوتلو په وخت مې پام شو چې، یو څو سپين ږيري سړي، سپینې خيرنې پګړۍ پر سر دیوال ته ناست دي. یو څو ښځو د خپلو چادریو نه سپین مخونه رایستلي او له دوی سره خبرې کوي. سپین ږېرو د کاغذ پر وړو ټوټو ناڅرگندې کرښې ایستې. یوې ښځې د پیسو نوټونه په موټي کې کلک نيولي وو.

په افغانستان کې د فالبینانو او تعویذګرو پرضد په تلویزیونونو او ټولنیزو رسنیو دواړو کې ځینې نیوکې شوې دي، او هغوی دا کار نه یوازې ناروا بولي، بلکې له خلکو یې د پیسو شکولو لپاره یو چل بولي.

د دغو ښځو کړنې ماته نا اشنا نه وې. په هرې کورنۍ کې داسې بې وسه ښځې شته چې نیم سواده ملایانو ته پناه وروړي. یوه ښځه د خپل معیوب ماشوم لپاره تعويذ غواړي او بله د خپلې پېغلې لور د بخت خلاصولو هیله کوي. دا ښځې تل په دې باور دي چې ملا به یې خدای ته شفاعت وکړي او د دوی تیاره برخليک به د طومار په زور روښانه کړي.

د فرخندې وژل کېدو د ګڼو افغانانو غوسه راوپاروله

په دې کې اوس دا کوډګر ملایان ملامت دي که په تيارو کې ساتل شوې مېرمنې؟

ديني عالمان دا کار شرک بولي خو د بندلو فتوا هېڅکله نه ورکوي او تعویذ لیکونکي او تعویذ اخیستونکي ته جزا هم نه ټاکي. خو د شرک پر پرتله، دلته ډیرې وړې خطاوې کېدی شي د ګناه کوونکي ژوند ځنې واخلي.

د دې علماوو د دندې نه ترسره کولو د یوې بېوزلې پېغلې ژوند واخيسته او تعویذ کوونکي ته یې د خدای د احکامو خبر داری ورکړ. له دې نه وه خبره چې دا ډول سړي نه یوازې خلک غولوي او پېسې ځنې اخلي بلکې د یو انسان ژوند هم اخیستی شي.

د فرخندې د وژنې په تور څه کم دېرش کسه نيول شوي. ډېر یې ښاري ځوانان دي. د دوی په منځ کې داسې خلک هم شته چې د فېسبوک په پاڼو کې په خپل جرم په هسکه غاړه اعتراف کوي.

د یوې ځوانې ژوند له منځه لاړ خو په خپل تګ یې زما د ټولنې له رېښتني مخه پرده پورته کړه.

داسې ټولنه چې ډېره برخه خلک د خپل دین او مذهب په اړه ناخبره دي، ځینې عالمان په کې وار له واره فتوا ورکوي او وروسته بیا پښېمانه کیږي. داسې نظام چې پوليس په کې بې وسه او له خپلې دندې بې خبره دي. زما ټولنه، داسې ټولنه چې د ښځو ناخوالو ته د پای ټکی اېښودل په کې لا تر اوسه یو لوی خوب دی.

ليکوونکی ايمل ساپی