فرانسې پر ښځو د نقاب بندیز عملي کړ


burka

فرانسه لومړنی اروپايي هېواد دی چې د ښځو پر نقاب یې بندیز لګولی، خو ځينې مسلمانان بیا د ښځو لپاره نقاب واجب بولي.

په فرانسه کې پر نقاب لګول شوی بندیز عملی شو.

حکومت وايي چې په عامه ځایونو کې به مسلمانې مېرمنې نقاب نه اغوندي.

د دوی په وینا، هرڅوک چې له دې قانونه سرغړونه وکړي، ۲۱۷ ډالر به جریمه کېږي.

او د دغه قانون پربنسټ، هر څوک چې ښځه د نقاب اغوستلو ته اړباسي، تر دې به هم ډېر جریمه او یا تر دوو کلونو پورې بندي کېږي.

فرانسه لومړنی اروپايي هېواد دی چې د ښځو پر نقاب یې بندیز لګولی، خو ځينې مسلمانان بیا د ښځو لپاره نقاب واجب بولي.

د فرانسې د دغه قانون له مخې، هره فرانسوۍ یا بهرنۍ ښحه، چې په عامه ځایونو، پر سړکونو او یا په پارکونو کې له نقاب سره ولیدل شي، د پولیسو له خوا به درول کېږي او جریمه کېږي به.

کېدای شي چې ددغه قانون پروړاندې سرغړونه هومره ستونزمه نه وي، لکه چارواکي یې چې په اړه خبرداری ورکوي.

د فرانسې یوې محکمې ویلي هغه نقاب چې مخ په کې پټېږي، د فرانسوي ټولنې له ګډو معیارونو سره په ټکر کې دي.

ګڼ نامسلمان او ان یو شمېر مسلمان فرانسویان هم پر همدې نظر دي.

د فرانسې یوې محکمې ویلي هغه نقاب چې مخ په کې پټېږي، د فرانسوي ټولنې له ګډو معیارونو سره په ټکر کې دي.

که څه هم په دغه هېواد کې د نقاب د بندیز پروړاندې لاریونونه وشول، خو هېڅ ګټه یې ونه کړه.

خو پوښتنه دا ده چې ایا دغه بندیز به په داسې مهال ضروري وي چې په دغه هېواد کې ډېرې کمې ښځې چې شمېر یې ایله دوو زرو ته رسېږي، نقاب پر مخونو راچوي.

د فرانسې پر ولسمشر نیکولا سارکوزي نیوکه کوونکي وايي چې نوموړی اوس پر اسلام پورې پر یوې تړلې موضوع غواړي چې په ولس کې خپله مینه وال زیات کړي.

ليکوونکی ايمل ساپی