فيروزه، د زوی وژنې وسلې اخیستو ته اړه کړه


firoza

په افغانستان کې جنګیالۍ ښځې ډېرې دي، خو د فېروزې توپیر په دې کې دی چې هغې جګړه نه وه غوره کړې، بلکې جګړې دا غوره کړه. دا یوه ساده کیواله ښځه وه – یوه انا وه – چې زامنو یې د هلمند په لښکرګاه کې موټرپلورنځی درلود.

خو څو کاله د مخه د هغوی په وطن کې طالبان راپیدا شول: ”طالبانو زموږ خپلوان در په دره کړي وو، که به یې ډوډۍ وچه ورته راوایستله، هغه به یې چپه کاوه، سهار او ماښام یې روپۍ پرې ټولولې ، خلک یې ډیر ستړي کړي و.”

دا رپوټ اولیا اطرافي په هلمند ولایت کې چمتو کړی دی.

د فېروزې قومیانو د هغې له مشر زویه وغوښتل چې محلي پولیس جوړ کړي. فېروزه وايي چې کله د هغې زامنو محلي پولیس جوړ کړل، ”په وطن کې کراره کراري شوه.”

خو لږ وخت وروسته طالبانو د هغې مشر زوی په ماین والوځاوه.

دا هغه وخت دی چې فېروزه په کیسې راګډېږي.

د کورنۍ لپاره دا یو کړکېچن وخت و او هغوی اړ و چې نوی مشر وټاکي. د کورنۍ نارینه، ښځې او ماشومان یوه بحراني غونډه کې راټول شول. دلته د هغې مېړه او درې ځوانان زامن هم ناست و، خو ټولې سترګي د فېروزې خوا ته را واوښتې – پوره ۷۸ سترګي.

د مسؤولیت پېټی به د فېروزې خوب په اندېښنو او وېري بدل کړی وي، خو داسې ښکاري چې هغې خپله ذهني تیاري له مخه لا نیولې وه: ”چې توپک دې واخیست، نو د مرګ په کیسه کې به نه کېږې … ”

فېروزه د نورزي قوم د ګورګانو د ښاخ نه ده. که څه هم دا یو جنګي ټبر دی، خو د وطن خلکو هغې ته ویل چې ”دا د نارینه و کار دی. ”

د مارجې ولسوالۍ په سیستاني سیمه کې د فېروزې کلی د دولت او طالبانو ترمنځ د جګړې لومړۍ کرښه ده. نو ددې پر پوستو هره ورځ بریدونه پیل شول او فېروزې ډېر ژر د یوې جنګیالۍ ښځې په توګه ځان په کلیوالو ومانه: ”زه هېڅ وېره نه لرم، هېڅ ډول مې نده لېدلې، نه دی!، دغه راباندې ګرځېدلي دي، داسې نه دی!، دوی خپل وس راباندې کړی، په میاشتو میاشتو دوی پر موږ جنګ کړی. اول جنګونه یې پر موږ کړي. ”

په دې دوران کې د فېروزې دوو زامنو د خپلو تربرو سره خونړۍ شخړه وکړه او دواړه وړونه د څلورو کالو راهیسې د هلمند په محبس کې بندیان دي.

فېروزه دې صدمې ډېره غمجنه کړه خو خپلو ورځنیو کارونو ته یې دوام ورکړه. د هلمند په وروستیو جګړو کې یې زړ‎ورتیا د کورنیو چارو پام ځانته واړاوه او د میوندۍ ملالې میډال یې وګاټه.

په شپېته کلنۍ کې هغه له خپلو قوماندانانو سره اوږده دسترخانه ته ناسته او د مړینې په هکله ټوکې کوي. هغې تر شلو ډېر پولیس له لاسه ورکړي: ”نو هره ورځ مو د مرګ ده” کټ کټ خاندي، ”هره ورځ مو د مرګ ده، داسې نه دی چې نو نه ده، دا اوس چې له مارجې څخه راځو، لا نه وایو چې موږ به ژوندي یو. ”

د سړیو نېستۍ د فېروزې دوه تنکي لمسیان هم په جګړه کې ښکېل کړي. څوارلس کلن سلطان او کشر ورور یې فاضل محمد د نورو سرتېرو په شان له وسله والو طالبانو سره جنګېږي او د هغوی لپاره دا یوه شخصي دوښمني ده: ”زه په دغه جنګېږم چې زما پلار یې شهید کړی، زه اوس د خپل پلار پرځای جنګېږم،‎ چې زه خپل ټک ځینې وانخلم، زه یې خپل وطن ته نه پرېږدم. ”

دا دوه وړونه ښوونځي ته نه ځي. انا یې وایي: ”زه خو اوس مجبوره یمه، دا خو هم د توپک نه دي، چې زما زامن بندیان نه وي، ایله شي او خپل پوستې کوي، نو دوی خو ما مکتب ته وراچول … چې دا اوس مې زامن راخلاص شي زه په خپلو لمسیانو درسونه وایم. ”

دې جګړه غوره نګړه، جګړې دا غوره کړه.

خو د فېروزې بندیانو زامنو په محبس کې ښوونځی پیل کړ او اوس په څلورم ټولګي کې دي. فېروزه په خندا سره وايي: ”یو زوی مي سږکال اول نومره کامیابه شو. ”

فېروزه ډاډه ده چې وطن ته به سوله راشي، او وايي چې بېرته به خپل عادي ژوند پیل کړي.

هغې اوس هم خپل د مورتوب او اناتوب حس له لاسه نه دی ورکړی. یوه کوچنۍ لمسۍ یې هر وخت تر خچڼې ګوتې نیولې او لوڅې پښې ورسره ځغلي، کله چې فېروزه لښکرګاه ته ځي تر هرڅه د مخه د خپل وژل شوي زوی زیارت کوي.

ليکوونکی ايمل ساپی