شين خال


 جوړوي، خو د ننګرهار په بېلا بېلو سيمو کې په ماشومتوب کې ځينو هلکانو ته هم په تندي شين خال وهل کېږي.چې د ژوند تر اخره ورسره مل وي.

يوه افغانه ميرمن چې عمر يې تر اتيا کلونو اوړي او په تندي، زنه او بارخوګانو يې خالونه له ورايه ښکاري د خال د وهلو په طريقه راته وايي:
(( خيد به مو ورته ويلو، هغه به مو وټکولو، بيا به مو تورې تبۍ ته ونيوه. د تبۍ تورکي به مو په کې واچول. د کهي پاک ډکی به مو راواخيسته، په هغې به مو په يوه پياله کې ښه ولړل چې تورکى او خيد به ښه سره ګډ شول، د کهي د ډکي په بيخ به مو لړل شوى رنګ راواخيستو او په تندي، زنه، او مخ به مو هغه ګډوله رنګ کيښودو، بيا به مو دوه ستنې غبرګې کړې او په مخ، تندى او زنه باندې به مو ميده ميده چوخولې. په دوه درې ورځو کې به په ستنه داغل شوي ځايونو پتري ونيول او چې هغه پترې به مو ترې ليرې کړل، شين خال به راښکاره شو.
_ ادې تاسو خو هم خالونه وهلي دي.
هو په تندې يې راته وهلى دى، په مخ او زنه يې راته وهلي دي او په شونډو مې هم خال وهل شوى دى. 
_ ترورې تاسو خيد ياد کړو دا خيد څه شى دى؟
خيد د غنمو او اوربشو هغه فصل ته وايي چې ايله يو لوېشت له ځمکې راپورته شوي وي.))
خال وهل خو د ښځينه سينګار برخه ده. خو دا چې هلکانو ته ولې په ماشومتوب کې خالونه وهل کيږي، دا سپين سرې ادې دا پوښتنه دا رنګه ځوابوي:
((  په ځينو کورنيو کې چې به هلکان نه پاتې کيدل، هغوى ته به يې خالونه وهل، غوږ کې به يې ورته د سرو او سپينو زرو  والۍ اچولې، دا زموږ د بېبيانو ټوټکې وې. زموږ په کلي کې خانانو ( يعنې) دورانيانو ته هم خالونه وهل کېدل چې د کوم ماشوم به خال و خلک به پوهېدل چې دا د خانانو له کورنۍ نه دی.))
يو تن ځوان چې په تندي يې شين خال له ورايه ښکاري، ومو پوښته چې څنګه ورته شين خال وهل شوى؟ هغه په ځواب کې وويل:
(( نوم مې رفيع الله زيور دى. زما د نيکه ورونه به په ماشومتوب کې مړه کيدل. بيا چې زما نيکه ته خال وهل شوى و نو هغه ژوندى پاتې شوى و. بيا له هغې وروسته زما درې ترونه «کاکاګان» په ماشومتوب کې مړه شوي و خو دې يو  تره او پلار ته مې هم شنه خالونه  په تندي وهل شوى و. خو زموږ نه څلور پنځه خويندې مشرې وې، نارينه هلک نه کيده. کله چې زما مشر ورور پيدا شوى و نو هغه ته يې خال وهلی و.. بيا له هغه نه وروسته ما ته او له ما کشرانو ورونو ته هم خالونه وهل شوي دي. دې نه علاوه موږ ته به يې له ويښتو نه ښکري هم پريښودل. 
_ تا کله د دې خال د ورانيدو هڅه کړې؟
_ يو وخت چې زه په دې پوه شوم چې شين خال وهل ګناه لري، زه پېښور کې اندرشهر ته د خال د ورانيدو لپاره ورغلم، خو هلته راته وويل شول چې دا يوازې په تيزابو ورانيدى شي چې بيا به دې تندى داغي شي. مه يې ورانوه، ښه درسره ښکاري))
يو بل ځوان چې په شونډه او تندي يې خالونه له ورايه ښکاري، وايي چې د اووه خويندو له پاسه پيدا شوى نو ځکه يې ورته د تبرک لپاره خالونه وهلي دي.
(( َصابر مې نوم دى.په ماشومتوب کې نازولى اوم، تر ما اووه خورګانې مشرې وې. ځکه يې راته په شونډه او تندي خالونه وهلي دي. زه د خپل کور کشرى او يوازينى هلک يم.
_ ښه، په تندي او شونډه خو درته په کور کې خالونه وهل شوي خو زه اوس ګورم چې تا په لاسونو هم خالونه وهلي، ماران او لړمان دې پرې رسم کړي، دا شوق درسره څنګه پيدا شو؟
موږ چې پېښور ته  مهاجر شوو، نو زه خيبر بازار ته د فلم ليدو لپاره ورغلم. کله چې مې فلم وليدو، بهر راووتم، هلته مې وکتل چې د چاپوواله ناست دي او خلکو ته په لاسونو چاپې لګوي. نو زه هم ورغلم او دا چاپى مې ولګولې.
_ کله خو چا د دې خالونو او چاپوله وجې نه يې ځورولې؟
ډېر پرې خلکو ځورولى يم، د شين خالي غږ راپسې شوى دى، دا راته ويل شوي چې ګناه هم لري دا هم راته ويل شوي چې جنازه دې هم نه کيږي.))
دا چې د خال وهلو شرعي حکم څه دى؟ يو تن دينې عالم درويش باچا يې راته وايي:
(( خال وهل په اسلام کې ګناه ده بايد ونه وهل شي. ځکه چې په قران کريم کې، په احاديثو کې او په تفسيرونو کې د خال د وهلو نهى بيان شوى ده. او دا چې څوک وايي چې جنازه يې نه کيږي، يا يې لمونځ نه کيږي، دا هسې وايي، خو ګناه ده.))
نازکخيال شاعر پيرمحمد کاروان وايي چې شين خال د فلکوري ارزښت تر څنګ پښتو معاصرشعر ته هم په ښکلي بنه راننوتى دى.
(( شين خال په پښتو ادب کې په ډيره زياته اندازه راغلى دى. همدا رنګه په مسره ييزو، کاکړيو غاړو او نورو ولسي سندره کې يې هم يادونه شوې ده. د خوشحال بابا، رحمان بابا او معاصرو شاعرانو په شعرونو کې هم راغلى دى، هغه الفت صيب څه ښه وايي:
چا چې ايښى دا شين خال ستا په جبين دى
زما زړه هم د هغې له لاسه شين دى
د غني خان يو ډير مشهور شعر دى هغه وايي:
د لکها زره کتابه، ما دا يو ټکى زده کړى
وايي تور هم ښايسته شي چې د يار په زنه خال شي
او کله چې محمد(ص) عرش ته وختو. نوملايکو ترې پوښتنه وکړه چې له دنيا نه دې موږ ته څه تحفه راوړې؟ هغه مبارک ورته ويلي وو چې ما تاسو ته د بلال رنګ راوړى چې خالونه ترينه ووهئ.))
ياده دې وي چې د پښتو  له کلاسيک شعر نه واخله تر ننه پورې شين خال د يوه ښکلي مضمون په توګه په شاعرانو ځان منلى. تر دې چې کله کله د روماني شعرونو تر څنګ حماسي رنګونه هم خپلوي.
کله چې په افغانستان کې د وينو سيلاب په څپو و نو پيرمحمد کاروان همدا شين خال په ډيره هنري بڼه د حماسې په خم کې رنګولى او دا ناره يې له خولې ايستلى چې:
له زړه نه رانه شي، لکه سور د وينو خال څاڅي
د سوري لاس نه مې د سپينې سولې سوال څاڅي.

ليکوونکی : ايمل ساپی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *